اسلام آباد 29 نومبر (اے ??ي پي) د سېفران وفا??ي وزير لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د سوئېلي وزيرستان كډوالو له 6 زره خيمې وركړې شوي او د 30 زرو نورو وركولو په اړه هڅې روانې دې٬ د دوي هر ضرورت به تر سره كولې شي۔د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې محمد جمال الديني د فنډز وركولو او د وفاقي حكومت امر باوجود د سوئېلي وزيرستان كډوالو له د خيمو نه وركولو په اړه د پام راګرځونې نوټس ځواب كښې جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ ووئيل كومه مسئله جې په ګوته كړې شوې د هغې لرې كولو لباره كار روان دے ٬ده ووئېل 6 زره خېمې وركړې شوي او د د 30 زرو نورو وركولو په اړه پیشرفت روان دے ٬دې خلقو د هېواد لپاره لويې تكليفونه زغملي او تر څو چې كېدې شوه د دوي ضرورت به تر سره كولې شي۔پام راګرځونې په نوټس جمال الدين٬حاجي شاه جي ګل آفريدي او ډاكټر غازي ګلاب د پوښتنو په ځواب كښې وفا??ي وزير جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ ووئيل د موسم شدت تر مخه په بېړني توګه د كار كولو ضرورت دے٬ما چې چرته هم وغواړې هلته د تللو لپاره چمتو يم۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د شمالي او سوئېلي وزيرستان نه غېر د ټولو سيمو آئي ډي پيز بېرته تللي دي۔
د سوئېلي وزيرستان كډوالو له 6 زره خيمې وركړې شوي٬ د 30 زرو نورو وركولو لپاره هڅې روانې دي
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی