اسلام آباد 14 اپریل (اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي پاكستان رېلوے پخپله د انجڼو جوړولو اراده لري٬ اوسني حكومت كښې د رېلوے نظام ښه شوے او خساره كمه شوې٬ډېر زر به د مسافرو لپاره نوي رېل ګاډي چلول پېل كړی شي۔د جمعې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د ثريا جتوئي٬ډاكټر عارف علوي٬پروين مسعود بهټي او د نورو غړو د پوښتنو په ځواب پارلماني سېكتر محسن شاهنواز رانجها ووئيل د پاكستان رېلوے پخپله د رېلوے ايجڼو جوړولو اراده لري٬حاجت تر م??ه بهر څخه د رېل ايجڼې راغوښتې كېږي۔د چين څخه راغوښتلې شوو ايجڼو كښې كمزوري لرله ٬ 93 پخوانۍ ايجڼې د كارولو جوګه شوي۔ ده ووئېل پاكستان رېلوے 448 ايجڼې لري او پھ دې كښې 293 فعاله او 155 غېر فعاله د??۔د تېرو پنځو كلونو پھ مهال 194 ايجڼې زياتې كړې شوي۔ ده ووئېل د رېلوے كرايه كمولو له اقدامات كوو۔د مالي كال 13-2012 په مهال ترلاسه شوي ريونيو 15536.130 ملينه د??۔د 13-2012 په مهال ترلاسه شوي ريونيو 1984.8 ملينه روپۍ وه
پاكستان رېلوے پخپله د انجڼو جوړولو اراده لري
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل