اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د پاکستان بچ كولو لپاره به سیاست قربانوم، په ښكاره ډول اعلان کوم چې مسلم لیګ (ن) او مخلوط حکومت به څپله ټوله سياسي ګټه په پاکستان او ریاست قربانوي خو هېواد به د ستونزو څخه اوباسي، د پاکستان ځوانان هېواد د مسئلو څخه د وېستلو بشپړه اهليت لري، د ځوانانو سره په ګډه به پاکستان عظیم هېواد جوړوو، وزیراعظم یوتھ بزنس اینډ ایګری لونز جاري كولو سره به ځوانان خپلواكه كولو كښې مرسته وشي۔ده دا خبره د نهي په ورځ پرائم منسټریوتھ بزنس اینډ ایګری لونز سکیم جاري كولو په موقع دستوري ته وينا كښې وكړه ۔ په دې موقع وفاقی وزیراطلاعات مرېم اورنګزیب،خاص مرستياله شزه فاطمه خواجه، د سټیټ بینك ګورنر جمیل احمد، د بینکونو او مائیکرو فنانس ادارو مشران او د ځينو هېوادونو سفيران هم موجود وو۔وزیراعظم دستوري ته خپله وينا كښې ووئيل پنجاب كښې د خادم اعلیٰ په حيث ذمه واري ترسره كولو سره مي ځوانان لپاره ځيني ګامونه پورته كړې دي،ګڼو ځوانانو د پنجاب د خپلو وسائلو څخه د سود نه غير قرضے وركړې شوي، ځوانانو له لیپ ټاپ په میرټ وركړې شوي ، پنجاب نه علاوه پاتي صوبو كښې هم لیپ ټاپ وركړې شوي ، بینك آف پنجاب د لارې بے روزګاره ځوانانو له ګاړي وركړې شوي،په دغه ډول خودروزګارسکیم ترمخه مونږ 40 اربه روپۍ قرضې وركړې د كومو ریکوری چې 99 فیصده وه،دې خخه اندازه لګيدلې شي چې زمونږ ځوانان كلك عزم لري،كه ځوانانو له وسائل او حالات وركړې شي نو هغوي به پاکستان په ملګرو ملتونو كښې خپل مقام ترلاسه كړي۔وزیراعظم ووئيل 2013 كښې چې كله وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ كښې 54 زره ځوانانو له لیپ ټاپس وركړې شوې ؤ ،د هغې يواځي د هېواد ځوانانو ته نه بلكه د هېواد معيشت ته هم ګټه شوي، تير وخت كښې په مونږ تنقید كيدلو چې دا سياسي رشوت دې زما ځواب به دا ؤ چې زه ځوانانو له د وسلي په ځائې په لاس كښې ليپ ټاب وركوم، کوویډ كښې هم دغه لیپ ټاپ د ځوانانو د تعلیم او روزګار ذريعه ګرځيدلې ده۔ وزیراعظم ووئيل دا هغه وخت ؤ چې كله حکومت پاکستان او صوبائی حکومتونو ځوانانو له د روزګار سکیمونه پيل كول۔وزیراعظم ووئيل نن د پاكستان په وسائل بوجھ زيات دې،نن سټیټ بینك او د خزاني وزارت په مشرۍ كښې سټیټ بینك، کمرشل او مائیکروفنانس کمپنیو په مرسته دا سکیم پيل كوو، محدود ګنجائش باوجود دې لپاره مونږ وسائل وركوو،د دې سکیم ترمخه به ځوانانو له د 5 لكهوو روپو نه تر 75 لکهه روپۍ قرضے وركولې شي، تر 5 لکهه روپۍ قرضې به د سود نه غير وي او په درې كلونو كښې به بيرته وركول وي، 5 نه تر 15 لكهه روپو به د سود شرح 5 فیصده وي۔ 15 نه تر 75 لکهه روپو به د سود شرح 7 فیصده وي او دا به په 8 كلونو كښې بيرته وركول وي۔دا هرڅه د پاکستان ځوانانو او جينكو لپاره دي۔دې نه ځانله يو لکھ لیپ ټاپ وركولو پروګرام هم جوړ كړې شوي كوم به چې په ټول پاكستان كښې وركولې شي۔وزیراعظم ووئيل چرته هغه وخت چې مونږ په يو دوه كلونو كښې دوه لكهه لیپ ټاپ وركړې ؤ او نن هغه يو لاکھ سطح ته راغلې،دا هغه چیلنج اوحقیقت دې كوم چې زه ځوانانو ته مخاطب کيدو سره وايم ۔ ده ووئيل آئی ایم ایف له مو واضح پیغام وركړې دې چې 9مي چائزې لپاره چمتو يو ، مونږ د آئی ایم ایف سره په شرطونو خبرو اترو كولو سره په شرائط خبرو اترو كولو سره هغې له حتمی شکل وركول غواړو دغسې چې پاکستان مخ په وړاندې لاړ شي،زما د آئی ایم ایف منیجنګ ډائریکټر سره تيره اوونۍ كښې خبري اتري شوي او نن هم وايم چې آئی ایم ایف سره د تاخیر نه غير 9مه جائزه بشپړول غواړو دغسې چې پروګرام مخ په وړاندې لاړ شي دې نه پس ملټی لیټرل او بائی لیټرل شراکت دارو سره هم چاري ترسره شي۔دې څخه وړاندې د وزیراعظم خاص مرستيالي شزه فاطمه خواجه ووئيل پاکستان د ځوانانو هېواد دې۔ 15 کروړه ځوانان زمونږ سباؤن نه بلكه لويه سرمايه ده، موجوده حکومت د اړخه ځوانانو لپاره د زيرو يو اوږد فهرست دې خو وړاندې دا زيرې وركوو چې په وړومبي ځل پیداوار یعنی سیډز او فرټیلائزرلپاره به تخم وركولې شي ۔2008 كښې شهباز شریف ځوانانو لپاره ځيني پروګرام پيل كړې ؤ ، سکلز ډولپمنټ 115 اربه روپۍ خرڅ شوي وي،په هغې كښې ميرمنو ته خاص پام لرنه شوې وه، ایګری کلچر کریډټ سکیم پيل كړې شوې ؤ او 18 اربه روپۍ وركړې شوي ، یوتھ انټرن شپ پروګرام ترمخه 50 زره ځوانانو له انټرن شپ وركړې شوې ؤ ، ځوانانو له لیپ ټاپس وركړې شوې ؤ۔ نوازشریف په 2013 كښې پرائم منسټریوتھ پروګرام پيل كړې ؤ ،ګوادر نه تر خنجراب ځوانانو له قرضې وركړې شوي ، ټول پاکستان كښې هنر ښودلې شوې ؤ ، 5 لكهه څخه زيات لیپ ټاپس او یوتھ لونز جاری شوي ؤ۔دې ووئيل پی ټی آئی په څلورو كلونو كښې ځوانانو لپاره په عملی توګه څه هم منه دي كړي ۔ برکرداری ، بدزبانی عام کړې شوي ، سیاست د ذاتیات لپاره كارولې شوي۔دې ووئيل مونږ ځوانانو له يو ښه چاپير چل وركول غواړو،مونږ غواړو چې ځوانان بهر لاړ نه شي
پاکستان بچ كولو لپاره به سیاست قربانول وي، ټوله سیاسی ګټه به په پاکستان او ریاست قربان كړو خو هېواد به د ستونزو څخه اوباسم۔وزیراعظم محمد شهباز شریف یوتھ بزنس اینډ ایګری لونز دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت