اسلام آباد 17 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان د اروپائي ائتلاف سره اړيكو او په خاص توګه پ??كستان كښې جمهوري اقدارو او د قانون حكمرانۍ لپاره مرسته مهمه ګڼي٬ د رايو څرګندونې آزادي د جمهوريت او خپلواكې ټولنې لپاره ضروري ده٬وزيراعظم محمد نواز شريف د رايو په څرګند??نه ازادۍ بشپړ باور لري۔د دې خيالاتو څرګند??نه دې د اروپائي ائتلاف سفير جين كاټين سره خپلو خبرو كښې وكړه۔دملاقات پھ مهال د مېډيا٬اطلاعات او د كلتور په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګند??نه وشوه۔دوهمې وزيرې ووئيل حكومت خبريالانو له د پېشه وره تربيې په پ??وژو كار كوي٬هيله ده چې د مېډيا په تربيتي پروګرام كښې به اروپائي ائتلاف مرسته وكړي۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل حكومت د خبريالانو ښېګړی لپاره ګام??نه پورته كړي۔دې ووئيل د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له قامي كلتور رامخې ته كوو۔د وزيراعظم د وژن له مخې تفريحي هلو ځلو له د فلم پروډكشن كوټلي پالېسي جوړوو چې ورسره به پھ ځايې كچه د انټرټينمنټ انډسټري٬قامي ورثې او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔دې ووئيل معياري پروډكشن سره به اولس ته د سماجي پرمختګ٬قامي اهميت چارو او د خپلو ذمه وارو په اړه خبرتيا ترلاسه شي۔د اروپائي ائتلاف سفير دوهمې وزيرې له باور وركړو چې مونږ به د مېډيا او كلتور په څانګو كښې د پاكستان سره مرسته كوو۔د اروپائي ائتلاف سفير دوهمې وزيرې له د روم ټرېټي 60مې سالګرې په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه
حكومت خبريالانو له د پېشه ورې تربيې په پروژو كار كوي٬هيله ده چې د مېډيا په تربيتي پروګرام كښې به اروپائي ائتلاف مرسته وكړي
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم