اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پوليو خاتمې په لړ كښې د قومي ټاسك فورس غونډې په سمدستي توګه د ر??بللو هدايت كړے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د لوړې پاې غونډې مشري كولو په مهال وزيراعظم ووئيل چې سياست قيادت د هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې دا زمونږ د ر??تلونكو نسلونو د بقا معامله ده ځكه مونږ د هېواد څخه د پوليو د خاتمې بشپړه ذمه واري اخلو۔ وزيراعظم ووئيل چې هغه به په ذاتي توګه د دې معاملې نګراني كوي۔ د پوليو خاتمه د صوبائي حكومتونو٬ قانون نافذ كوونكو ادارو٬ ضلعي انتظاميې٬ سول سوسائټې او د نړيوال ډونرز لخوا د مرطوبو هڅو تقاضا ??ري۔ ده د پوليو وائرس مخ نيوي لپاره د روغتيا وزارت او د پوليو د خاتمې د قومي پروګرام په پرمخت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په غونډه كښې د روغتيا وزيرې سائره افضل تارړ او د پوليو د خاتمې د قومي پروګرام مشرې عائشه رضا ??اروق وزيراعظم د پوليو د خاتمې په اړه د پرمختګ څخه خبر كړو
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پوليو خاتمې په لړ كښې د قومي ټاسك فورس غونډې په سمدستي توګه د رابللو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش