اسلام آباد۔24جولائی(اے پی پی) د احتساب او داخله چارو صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي د هند لخوا د اسرائيلي سافټ ويئر د لارې د نورو هېوادونو جاسوسي د نړيوالو قانونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ دا سكېنډل پاناما ليكس نه هم زيات لويے دے۔ هند د اسرائيلي سپائي وئير پيګاسس د لارې هائیبرډ جاسوسي كړې۔ مودي دا سافټ ويئر د هند دننه د خپلو مخالفينو جاسوسۍ له كارولې۔ د وزيراعظم عمران خان او ځينې عسكري چارواكو فون څخه د ډېټا اخستو هڅه هم شوې۔ د پیګاسس د لارې نه يوازې پاكستان په نښه كړې شو بلكې د 10 نورو هېوادونو نامې هم رامخې ته شوې۔ هند د سائبر جاسوسۍ دلارې د پاكستان په سلامتيا بريد كړے۔ پاكستان به د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ له هر يو قانوني ګام پورته كوي۔ پاكستان وړاندې ملګرو ملتونو نه ددې معاملې د پلټنو غوښتنه كړې ده۔ پاكستان د دې سائبر بريد په سركاري كچه د پلټنيو پرېكړه كړې ده۔ په انكوائري كمېټۍ كښې به سېكورټي ادارې او د خارجه دفتر چارواكي هم شامل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړې۔ هغه ووئيل هند سپائي ويئر ترلاسه كولو سره نه يوازې د خپل هېواد د خبريالانو ٬ كاروباري شخصياتو او ججانو په ضد كارولې بلكې د دې سافټ ويئر استعمال ئې پاكستان كښې د وزيراعظم او اعلی عسكري چارواكو په ضد هم كړے۔ هغه ووئيل هند د سائبر بريد سره د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي كړې ده۔ دا د پاكستان په سلامتيا بريد دے۔ هغه وئيل مونږ په قامي كچه مشاورت كړے۔ دا يوه سنګينه معامله ده۔ فرانس هم په دې لړ كښې قدم پورته كړې دې او په داخلي كچه ئې ددې پلټنې پېل كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پلټنيو كښې به د فونز هم فرانزك كېږي۔ دې نه وروسته به دا معلومه شي چې بريد د كوم ځائې نه شوې دې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پلټنيو كښې به وخت لګي ولې چې بهر ناستو كسانو سره به هم رابطه كول وي په دې كښی دوه نه درې مياشتې لګېدې شي۔ پاكستان د خارجه دفتر د لارې غوښتنه كړې ده چې په نړيواله كچه دې د دې پلټنې وكړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی هغه ووئيل چې پاکستان الېکټرانک کرائم اېکټ 2017ء نافذ العمل دے د دې ترسېوري لاندې كېسونه رجسټرډ كېږي۔
د هند لخوا د اسرائيلي سافټ ويئر د لارې د نورو هېوادونو جاسوسي د نړيولو قانونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ . احتساب او داخله چارو صلاحكار شهزاد اكبر خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج