اسلام آباد۔26اکتوبر (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي په ټولنه كښې مثبت سوچ او طرز عمل ته وده وركولو له د ذمه داره انداز په خپلولو زور راوړلو سره وئيلي دي بشپړه همغږي او د قوم كلتوري تنوع په اتحاد كښې بدلولو له د پاكستان د امن او زغم په اقدارو اډانه كلتوري بيانيه د وخت مهم ضرورت دے۔ د نهې په ورځ په پاکستان نېشنل کونسل آف آرټس كښې د قومي يووالي او كلتوري همغږۍ په سرخط كنفرنس ته خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان كلتور د ټولو صوبو او قوميتونو د رسمونو او رواج يو په زړه پورې امتزاج دے۔ د تعليم او پېشه ورې تربيې وزارت او كلتور ډويژن ترسېوري لاندې دوه ورځني كنفرنس كښې د ګرد هېواد څخه سكالرانو ګډون وكړو دغسې چې د قومي كلتوري انضام په سرخط غور وكړې شي۔ صدر مملكت ووئيل د مذهب او خواهشاتو يو بل سره تعامل په ځينو وختونو كښې انسان د روادارۍ او زغم د لارې نه اخوا كوي٬ كله هم چې كومه خاص عقيده په بل مسلط كولې شي نو مصيبتونه او شخړې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل اسلامي كلتور د هېواد سماج يو بل ته نزدې كولې شي كوم چې د همغږۍ تاكيد كوي۔ هغه په اولس زور راوړو چې هغوي دې د مذهب په نوم ترهګرۍ او انتها خوښۍ ته وده وركوؤنكو نه ځان وساتي ٬ دغسې سماجي شخړې وده مومي۔ هغه د صوفي برزګانو پېغام ته د ودې وركولو په حاجت هم زور راوړو په كوم كښې چې د زړونو ترمينځه د جوړ راوستلو پلو پام ګرځولې شوې دې۔ صدر ووئيل دوه قومي نظريه د پاكستان نظرياتي بنياد دے كوم چې د يو قوم بېل مذهبي ٬ كلتوري او روايتي پېژندګلو ته خصوصي پام وګرځولو۔هغه ووئيل نن په هندوستان كښې هندو انتها خوښي آر اېس اېس د مسلمانانو كلتوري پېژندګلو ختمولو له ګامونه پورته كوي۔ هغه خبردارې وركړو چې دا صورتحال هند خپله كلتوري تباھۍ پلو بوتللې شي۔ په دې موقعه صدر مملكت په ټولنه كښې مثبت سوچ او طرز عمل ته وده وركولو له په قام كښې د تقسيم پېدا كېدو سبب جوړېدونكو جعلي خبرونو رجحان ترك كولو سره د ذمه دارانه انداز خپلولو په حاجت زور راوړو۔ كنفرنس ته د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه د قائد اعظم پوهنتون د زده كوؤنكو يوې ډلې د ټولو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او كشمير په كلتوري رنګونو مشتملې ملي سندرې وړاندې كړې۔
بشپړه همغږي او د قوم كلتوري تنوع په اتحاد كښې بدلولو له د پاكستان د امن او زغم په اقدارو اډانه كلتوري بيانيه د وخت مهم ضرورت دے۔ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی