اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) د كامياب جوان يوت انټرپرېنېورشپ سكيم ځوانا??و ته د آسانو قرضو وركولو په اره د ګرد هېواد بانكونو صدرانو او مشرانو وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د خزانې صلاحكار ډاکټر عبد الحفیظ شېخ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، ?? اصلاحاتو صلاحكار ډاکټر ??شر?? حسېن، د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال محمد عثمان ډار او د سټېټ بانك ګورنر هم ګډون وكړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې خصوصي مرستيال عثمان ډار د کامیاب جوان یوتھ انټرپرینیورشپ سکیم لاندې ځوانا??و ته د آسانو قرضو وركړې په اړه غونډې ته ووئيل چې حكومت ځوانا??و ته د كاروبار موقعې وركولو له درې كالو له 100 اربه رپۍ بېلې كړې دي۔ په دې لړ كښې تر دې دمه 4 لكه 70 زره درخواستونه ترلاسه شوي دي د كومو كره كتنه چې دا مهال روانه ده۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د ګرد هېواد 21 بنكونه دې سكيم كښې برخه اخلي او د بنكونو لخو د روان كال په مهال د 15 اربه روپو د قرض په مد كښې د وركولو باور راكړې شوې دې۔ وزیراعظم عمران خان كامياب نوجوان سكيم کښې د ټولو بانکونو د رئیسانو لخوا د بشپړ ګډون او دې كښې د خوښۍ لرلو ستاینه كولو سره ووئيل چې په هیواد کښې د ودانیزو فعالیتونو له ودې وروسته اوس ځوانا??و ته د كاروبار موقعې وركولو حوالې سره د بانکونه همکاري د ستاینې وړ ده. هغه وویل چې ځوانان زمونږ د هیواد ارزښت??اک?? پانګه ده او د دې اثاثې خپلو صلاحيتونو كارولو حوالې سره د بانکونو همکاري ډیره مهمه ده. وزيراعظم ددې لوظ پخلې وكړو چې نه يوازې دا چې ځوانا??و ته د قرضو وركولو حوالې سره به بانكو??و ته سبسډي په وخت وركول باوري كړې شي بلكې بانكو??و ته رامخې ته كېدونكې هر ډول ستونزې به په ترجيحي بنيادونو هوارولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت ودې حوالې سره د تعميراتي څانګې او د وړې او لويې درجې صنعتونو وده او د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې مرسته كول د حكومت لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي او په دې لړ كښې د بنكونو لخوا بشپړه مرستې ته اړتيا لرؤ۔ د قرضونو له كوم ځنډ پرته وركول او ددې سكيم كاميابولو حوالې سره غونډه كښې د سټېټ بنك ډپټي ګورنر په مشرۍ كښې د لوړې كچې سټېرنګ كمېټۍ جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ په کامیاب جوان یوتھ انټرپرینیورشپ سکیم د پېشرفت رپورټ به وزيراعظم ته باقاعدګۍ سره وړاندې كولے شي۔
د كامياب جوان يوت انټرپرېنېورشپ سكيم ځوانانو ته د آسانو قرضو وركولو په اړه د ګرد هېواد بانكونو رئيسانو وزيراعظم سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج