م??ګر?? ملتونه 02 جولائي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د ذمه وارۍ اصول كوم چې د نړۍ په ځينې برخو كښې د مداخلت جواز وړاندې كولو لپاره كارولې شوي ٬ په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په ??خه نيولو كښې پاتې راغلي۔ په ????ګر?? ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم په جنرل اسمبلۍ كښې د نسل كشۍ٬ جنګي جرائ??و او د انسانيت په ??د د جرائمو لاره نيولو او وګړو ته د تحفظ وركولو د ذمه وارۍ په ??وضوع مباحثې ته خپلې وېنا كښې خبردارے وركړو چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې تعينات 9 لكه هندي عسكر آزادۍ او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره په ??لو ځلو كوٶنكو كشميريانو فشار لپاره وحشيانه بربريت كوي۔ ده ورياد كړل چې د “رسپانسيبلټي ټو پروټيکټ” تصور پ?? درېو ستنو ولاړ دے ٬ وړومبے دا چې د هر رياست ذمه واري ده چې د خپلو اباديو حفاظت وكړي ٬ دوېمه دا چې د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغوي رياستونو سره د خپلو آباديو تحفظ له مرسته وكړي او درېمه ده چې كله يو رياست د دې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې په ??اضح توګه ناكامه شي نو نړيواله ورورولي دې په دې لړ كښې خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ د ناكامۍ واضح مثال په غزه كښې روانه نسل كشي ده چرته چې د اته مياشتو راهسې د اسرائيلي ځواكونو په بريدونو كښې نزدې 40 زره فلسطينيان شهيدان او 86 زره ژوبل شوي چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي ۔ ده ووئيل په جنګ ځپلې غزه كښې د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې په ??اره كښې هم خنډان راولاړ كړے شوي ٬ په دې هلو ځلو كښې د مرستې د نړيوالې ادارې د سلګونو په شمېر كاركنان هم وژلې شوي٬ په غزه كښې قحط او وبائي رنځونه هم خورېږي٬ دا صورتحال زيات متقاضي دے چې نړيواله ورورولي د دې نسل كشۍ او د جنګي جرائمو لاره نولو لپاره د مداخلت حق استعمال كړي۔
د تحفظ د ذمه وارۍ اصول هم غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخ نيوي كښې پاتې راغلل ۔ منير اکرم
 مضمون کا ماخذ : quina acumulada
                    
                  













