اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي رحمته اللعالمين اتهارټي د اخلاقيات په قامي كچه بهترۍ لپاره يو كليدي اهميت لري٬اتهارټي به د فرقه ورانه وېش ختمولو لپاره هم مرستياله ثابته شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت به ورځ د رحمته اللعالمين اتهارټي جوړولو په پېشرفت د جاج اخستو غونډې ته وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو پير نورالحق قادري٬شفقت محمود٬ډاكټر انيس احمد٬صاحبزاده سلطان احمد علي او پروفيسر اعجاز اكرم ګډون وكړو۔ دغسې غونډه د رحمته اللعالمين اتهارټي د پېشرفت نه خبر كړی شوه۔وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د اتهارټي آرډيننس جاري كړے شوے٬د شپږ كسيزه بورډ مشري به وزيراعظم پخپله كوي۔د بورډ په غړو كښې ځايې او نړيوال محقيقين به شاملولې شي۔اتهارټي به د زلمو زياتېدونكو معاشرتي او اخلاقي ګمراهۍ لكه د نشه اي توكو مخ نيوي له هم مرستياله ثابته شي۔وزيراعظم ووئيل د هېواد بقا د اخلاقي اقدارو په قوي كولو كښې ده۔د اخلاقي اقدارو بهترۍ لپاره د نبي كريم (ص)پاك سيرت د لارښونې غوره ذريعه ده۔ده ووئيل رحمت اللعالمين اتهارټي د اخلاقياتو په قامي كچه بهترۍ له كليدي اهميت لري۔اتهارټي به سكول٬كالج٬پوهنتون٬مېډيا او په نړيواله كچه د تحقيق د لارې د پاك سيرت په عملي ژوند كښې باوري كولو له مرستياله وګرځي۔ده ووئيل نشري مواد لكه ډرامي٬كارټون او فلمونه به جوړولې شي چې مقصد يې د خپل كلتور او تاريخ په اړه ځوان كل خبرول دي۔وزيراعظم ووئيل په سيرت په هېواد كښې په لويه پېمانه كار روان دے٬د اتهارټي مقصد په دغه كار كښې ربط پېدا كول او ځايې او نړيوالې هلې ځلې يو كول دي۔اتهارټي به د فرقه وارانه وېش ختمولو هم مرستياله وګرځي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د غړو په ټاكنه كښې د مېرټ خاص خيال وساتۍ۔ده دا هم امر وكړو چې د اسلام په خانداني نظام او د دغې په ټولنه په مثبتو اثراتو هم تحقيق پكار دے۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د رحمته اللعالمين اتهارټي د پیشرفت په اړه د جاج اخستو غونډه
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria