پېنډې 23 اګست (اے پي پي) د زمكي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خ??لو خدماتو اعتر??ف غواړو٬ د كوم بل هېواد پشان مو??ږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري٬ په دې لړ كښې به مو??ږ د خ??لو ق??مي ګټو او د ق??مي پالېسې له مخې په غوره ډول خپل كردار ترسره كوو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل په ملاقات كښې سرلښكر ته د امريكې د نوې پالېسې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې مو??ع د امريكې سفير ډېوډ هيل ووئيل چې د ترهګرې په ضد د پاكستان كردار ته امريكا د قدر په سترګه ګوري۔ د افغانستان مسئلې حل لپاره د پاكستان مرسته پكار ده۔ د زمكي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د كوم بل هېواد پشان مو??ږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري۔ دې مقصد لپاره لپاره مو??ږ ډېر څه كړي دي او مو??ږ د چا خوشحالولو لپاره نه بلكې د خ??لو ق??مي ګټو او د خ??لې ق??مي پالېسې له مخې به په غوره ډول خپل دا كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خ??لو خدماتو اعتر??ف غواړو۔ سرلښكر ووئيل چې په افغانستان كښې پخوانې جنګ منطقي انجام ته رسولو لپاره د ټولو ډلو ترمېنځه شريك كار او همغږي د كاميابې كنجي ده
د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ