اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د وزيرا??ظم د قومي تاريخ او د اد??ي ورثې سلاكار عرفان صديقي سره د اكسفورډ پوهنتون د اسلامي مطالعې مركز ډائرېكټر ډاكټر فرحان حمد نظامي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزيرا??ظم سلاكار عرفان صديقي ووئيل چې د لوېديزو په ښوونځيو كښې وظيفه ترسره كوونكي سكالران لوېديزه نړۍ د اسلام ريښتيني پېغام او تعليماتو سره په اشنا كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ عرفان صديقي ووئيل چې اوسنې حكومت په نړۍ كښې د اسلام او پاكستان په اړه خپرېدونكې پروپېګنډه ختمولو لپاره موثر اقدامات كوي۔ ده د ډاكټر فرحان احمد نظامي خدمات وستائيل او هيله ئې څرګنده كړه چې په لوېديزو هېوادونو كښې مېشته مسلمان سكالران به د خپل قلم په طاقت د اسلام او پاكستان په اړه منفي رائې ختمولو كښې كردار ترسره كړي۔ ډاكټر فرحان نظامي د عرفان صديقي په مشرې كښې د قومي تاريخ او د اد??ي ورثې علمي او ادبي چارې وستائيلې۔ ده وړاندېز وكړو چې د اكسفورډ پوهنتون په اسلامي مركز كښې دې پاكستان چيئر جوړ كړے شي او پاكستان دې په هر صورت خپله تهذيبي او كلتوري موجودګي باوري كړي
د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي سره د اكسفورډ پوهنتون د اسلامي مطالعې مركز ډائرېكټر ډاكټر فرحان حمد نظامي ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم