اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان سرمايه كارۍ لپاره غوره ےهېواد دې٬ سرمايه كار دې زمونږ د پاليسو استفاده وكړي٬ او پاكستان كښې دې سرمايه كاري و كړي۔ده دا خبره د ټېلي نار ډلې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپل صدر او سي اي او سګوي بريك پھ مشرۍ كښې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د آئي ټي دوهمه وزيره انوشه رحمان هم په دې موقع موجوده وه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجي انډسټري لپاره يو لوي ماركيټ دے۔ هيله ده چې ټېلي نار ډله به اولس له ښه خدمات وركولو لپاره خپل نېټ ورك لا پراخا كړي۔اولس مشر ووئيل حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجي٬ټېلي مواصلات او د ډيجيټل سروسز پرمختګ ډاډګيرنه كوي
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات