اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په ايران كښې د اسلامي انقلاب په 44 مه كاليزه د مباركۍ خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د پاکستان او ایران تر منځ د ورورولۍ اړيكې په لساني٬ کلتوري او مذهبي بنیادونو ولاړې دي۔ ډاکټر عارف علوی د ایران د اسلامی انقلاب لارښود آيت الله سید علی خامنه ای ته د مبارکۍ خط ليكلے دے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر مملكت په ايران كښې د اسلامي انقلاب 44 مې كاليزې په موقعه د پاكستان حكومت او اولس لخوا د مباركۍ پېغام لېږلے دے۔ د مباركۍ خپل خط كښې صدر مملكت وئيلي چې د پاکستان او ایران تر منځ د ورورولۍ اړيكې په لساني٬ کلتوري او مذهبي بنیادونو ولاړې دي۔ ډاكټر عارف علوي زياته كړې چې پاكستان ايران سره د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو كښې د تړون لا مضبوطولو عزم لري۔ ده د آيت الله سيد علي خامنه اي روغتيا او د اسلامي جمهوريه ايرن ورور اولس سوكالۍ او خېر ښېګړې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم كړې ده۔
د پاکستان او ایران تر منځ د ورورولۍ اړيكې په لساني٬ کلتوري او مذهبي بنیادونو ولاړې دي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان