اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)كشميري اولس د تېرو څو لسيزو څخه د خپلواكۍ خپل حق او د هند څخه آزادۍ لپاره په هڅو او په دې لاره كښې د سفاك هندي قابض ځواكونو لخوا بې مثاله اذيت٬بربريت او محكومۍ سره مخ دي۔په مقبوضه كشمير كښې بهادر او نه يرېدونكي مشران د كشمير اولس د نسل تر نسل د روانې غلامۍ څخه نجات وركولو لپاره غېر متزلزل هڅې كوي۔هم دغسې د كشميري مېرمنو او ځوانانو لخوا هم د قربانۍ وركولو لړۍ روانه ده۔د كشمير د آزادۍ په هڅو كښې د عامو وګړو نه علاوه د كشمير نامتو مشران هم د غېر متزلزل حوصلې او عزم څرګندونه كولو سره جعلي مقدمو٬نظربندۍ او اذيتونو سره مخ دي او خپل مقصد لپاره قربانۍ وركوي٬ 56 كلن كشميرې لارښود ياسين ملك د مقبوضه كشمير په مشرانو كښې د يو قد لرونكي شخصيات په توګه رامخې ته شوې٬په كال 1989 كښې خپلو ځوانانو ملګرو سره ياسين ملك د آزادۍ په هڅو كښې كليدي كردار ترسره كړې كله چې ياسين ملك په منظرعام مخې ته راغلو نو د هند قابض ځواكونو ياسين ملك په حراست كښې اخستلو سره زندان ته واچولو او د ده نور ملګري قابض امنيتي ځواكونو سره په نښتو كښې شهيدان شول٬په زندان كښې پاتې كېدو سره ياسين ملك په عدم تشدد تللو سره په سوله ايز ډول د كشميري اولس آزادۍ لپاره تحريك پېل كړو او هغه د مسئلې حل لپاره د يو چيمپئن په توګه رامخې ته شو۔ده تل د كشميريانو د خپلواكۍ د حق ملګرتيا كړې او څو ځله يې خبردارې وركړی چې كه د كشميري اولس په غوښتنو غور ونه كړی شو نو بيا به كشميرې ځوانان د خپلې لارې ټاكنه په خپله كوي۔د هغه پيشن ګوئي هغه وخت رېښتيا ثابته شوه كله چې په 2016 كښې مقبوضه كشمير د برهان احمد واني د شهادت نه پس د شپږو مياشتو اوږد هړتال څخه تېر شو۔ياسين ملك ميرواعظ عمر فاروق او اروښاد سيد علي ګېلاني سره د هند ټول ګونديز پارليماني پلاوي سره په سرينګر كښې د ليدنې كتنې نه انكار كړی و او دا يې يو فضول مشق ګرځولې و۔د دې پريكړې نه پس هند ياسين ملك ته د مثالي سزا وركولو پريكړه وكړه۔د هندي وزيراعظم نريندر مودي په مشرۍ كښې د بي جي پي حكومت د جمو او كشمير مسئلې او د آزادۍ تحريك سره د تړون لرونكو خلكو مخ نيوي لپاره عسكري انداز خپل كړو۔د ټولې نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو او د ادارو تحقيقاتي رپورټونو هغه حقائق په ډاګه كړل كوم چې د هند قابض ځواكونه د كشميريانو د آزادۍ د هڅو مخ نيوي لپاره د تشدد د آله په توګه كاروي۔د پاكستان د سېنېټ غړې سېنېټر سحر كامران وئېلي دي چې پاكستان د نړيوالې ټولنې څخه بيا بيا غوښتنه كوي چې هغه دې په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو او منظم سرغړونو ذمه واري په هند واچوي۔اوس وخت راغلې چې نړۍ د دې شخړې حل لپاره وړاندې راشي۔هغې ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني اقدامات د غندنې وړ دي۔هند د مقبوضه كشمير اولس د رائے د اظهار آزادۍ او د خپلواكۍ د حق نه محروم كړې۔بايد د هند حكومت په دې پوهه شي چې د يو كشمير لارښود نظربندي به د دوي مقصد پوره نه كري ځكه چې ډېر خلك به دې مقصد لپاره پاسي او تر خپل مقصد به هڅې روانې ساتي۔
ياسين ملك٬د ضمير قيدي٬د جرات٬عزم او بهادرۍ علامت دے
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت