اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) خا??جه سېكرټري سهيل محمود وئېلي دي چې پاكستان قطر سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې لا زياتولو عزم لري۔ د خا??جه دفتر وياند له مخې دا خبره ده د قطر د سيمه ايز چارو مرستيال خ????جه وزير ډاكټر محمد بن عبدالعزايز ??ن صالح الخليفي سره په خبرو كښې كړې چا چې د او آئي سي د خا??جه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې په موقع هغه سره ملاقات كړې۔ خا??جه سېكرټري او د قطر د سيمه ايز چارو مرستيال خ????جه وزير د سيمه ايز او نړيوالو چارو نه علاوه د پاك قطر د اړيكو جاج هم واخستو۔ خا??جه سېكرټري دوه اړخيزه اړيكې رامخې ته كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې لا زياتولو د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ ده د سيمه ايز امن او استحكام په خاص توګه د افغان عمل په تناظر كښې د قطر تعميرۍ كردار هم وستائېلو۔ خا??جه سېكرټري د افغان اولس د بشري او اقتصادي ضرورياتو حل كولو په ضرورت هم زور راوړو۔ده ووئيل چې د 40 كلونو شخړو او عدم استحكام نه پس په افغانستان كښې د امن مستحكم كولو يوه ځانګړې موقع ترلاسه شوې او مونږ له د دې موقعې څخه استفاده كول پكار دي۔ د قطر د سيمه ايز چارو مرستيال خ????جه وزير ډاكټر محمد بن عبدالعزايز ??ن صالح الخليفي په افغانستان كښې د بشري صورتحال مخ نيوي لپاره دسمبر 2021 كښې په اسلام آباد كښې د او آئي سي خا??جه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې په نتيجو د پاكستان قيادت ستائېلې۔ ده د 48مې غونډې په كامياب كوربتوب پاكستان له مباركي هم وركړه۔ خا??جه سېكرټري سهيل محمود د قطر خاص مرستيال خ????جه وزير په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين صورحال څخه خبر كړو او په دې خبره يې زور راوړو چې د هند لخوا په پاكستان مېزائل فائر كولو اوسنۍ پېښې ګڼ شمېر پرېشانه كونكې پوښتنې پیدا كړې دي۔ د دې حقائقو ته رسنې ته د شريكو پلټنو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې كه يو خوا پاكستان د صبر او تحمل او ذمه وارۍ څرګندونه كوي نو بل خوا د هند غېر ذمه دارانه طرز عمل د سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دے
خارجه سېكرټري سهيل محمود سره د قطر د سيمه ايز چارو مرستيال خارجه وزير وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا