مير علي/ شمالي وزيرستان 06 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د هېواد په امن كښې د فرنټيئر كور كردار ډېر مهم دے. ده دا خبرې د خېبر پښتونخوا اېف سي ﴿ساٶتھ﴾ د رېكروټس 29م كورس كلن پاسنګ آٶټ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د پاسنګ آٶټ دستوره په سكاٶټس ټرېننګ اكېډمي مېرعلي شمالي وزيرستان كښې وشوه. په دستوره كښې د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو. د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د پاسنګ آٶټ پرېډ معائنه وكړه او د دستورې ګډون كوونكو ته ئې وېنا وكړه. ده په ښه كاركردګۍ رېكروټس ته انعامات هم وركړل. د كورنيو چارو وفاقي وزير په خپله وېنا كښې پاس شويو رېكروټس ته مباركي وركړه او د پاكستاني ځواكونو په برخه جوړېدو ئې رېكروټس ته پېرزوينه وړاندې كړه. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د هېواد په امن كښې د فرنټيئر كور كردار ډتر مهم دے، د ترهګرې په ضد جنګ كښې اولس او پاك پوځ لازوال قربانې وركړې دي. ده ووئيل چې د جنګ شهيدانو ته پېرزوينې وړاندې كوم.
د هېواد په امن كښې د فرنټيئر كور كردار ډېر مهم دے. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena