اسلام آباد۔28 دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د وفاقي روغتونونو پاتې 37 ملازمينو ته د كورونا هېلت رسك الاؤنس وركولو امر توثيق كولو سره رسك الاؤنس وركولو له د تازه سمرۍ پي اېم سېكرترېټ ته د لېږلو حكم په ځائې ساتلے دے۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د وفاقي محتسب د حكم په ضد د ملي روغتيا خذماتو وزارت اپيل مسترد كړې دې۔ د نېشنل انسټی ټیوټ آف ری هېبلی ټېشن مېډیسن (نِرم) او فېډرل ګورنمنټ سروسز روغتون 37 ملازمین نان کلینیکل ګرځولو سره دوئي الاؤنس څخه محروم كړې شوې وو٬ مقبول احمد او نورو شكايت كوؤنكو د الاؤنس په نه ترلاسه كېدو وفاقي محتسب ته شكايت كړې وو۔ د دوئي دريځ وو چې د محكمو د مشرانو په هدايت د ځان د خطرې باوجود مونږ د كورونا وبا په مهال خپل فرض ترسره كړې٬ يو شمېر ملازمينو ته كورونا رسك الاؤنس وركړې شو او مونږ سره امتيازي سلوك وكړے شو۔ د پرېكړې له مخې د تېر كال اګست مياشت كښې د وفاقي سركاري روغتونونو طبي عملې ته په دې لړ كښې فنډز وركړې شول۔ په دغه مهال 37 ملازمین نان کلینیکل ګرځولو كېدو سره الاؤنس څخه محروم وساتلې شؤ۔ په پرېكړه كښې وئيلې شوې وو چې کلینیکل او نان کلینیکل عمله په يو ډول چاپېرچل كښې كار كوي۔ اېګزېکټو ډائریکټر د ایجنسۍ پاتې 37 ملازمینو ته د الاؤنس وركولو سپارښتنه وكړه۔ صدر مملكت د روغتيا وزارت اپيل د بد انتظامۍ په ثابتېدو مسترد كړو۔
صدر مملكت د وفاقي روغتون 37 ملازمينو ته د كورونا هېلت رسك الاؤنس وركولو امر توثيق كړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی