اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوند وزارتونو ته ربيع فصل لپاره د تعطل نه غېر سره وركولو لپاره د بشپړه لائحې جوړولو او د دې د وړاندې كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې ربيع فصل لپاره يوريا سره وركولو لپاره د جاج غونډه وشوه٬ د ربيع فصل لپاره دې كروندګرو ته په وخت او د تعطل نه غېر سره وركول باوري كړې شي٬ وزيراعظم ووئيل د سرې د زياتې ذخيرې دې هم مناسب او په وخت بندوبست وكړے شي، ضلعي انتظاميه دې د سرې په بيعه نظر وساتي۔ غونډه په هېواد كښې د سرې د اوسني پېداور او د متوقع طلب پحقله خبر كړې شوه۔ وزيراعظم اړوند وزارتونو ته ربيع فصل لپاره د تعطل نه غېر د سرې وركولو لپاره د بشپړه لائحې جوړولو سره د وړاندې كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې لنډمهاله وفاقي وزيرانو ګوهر اعجاز، کوثر عبداللہ ملك، محمد علي، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه او اړوند چارواكو ګډون وكړو
د لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوند وزارتونو ته ربيع فصل لپاره د تعطل نه غېر سره وركولو لپاره د بشپړه لائحې جوړولو هدايت
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia