اسلام آباد۔ 30 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د حضرت نبي اکرم (ص) سپکاوې به په هېڅ صورت قبول نه ك??ؤ۔ اسلامي هېوادونه بايد يو موټې شي او غربي هيوادونو ته ووايي چې ددغه شان اقداماتو سره د يو ارب نه زياتو مسل??ان??نو زړه ازرولې شي۔ په اروپا كښی په هولو كاسټ خبره نه شي كېدې۔ پخوا د منصوبه بندۍ نه كېدو د لاسه په چاپېريال منفي اغېز پرېوتے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ د عيد ميلاد النبي (ص) په لړ كښې د قومي رحمت للعالمين كنفرنس د پايې غونډې ته خطاب ك??ې وكړه۔ د کنفرنس سرخط “د چاپېریال ککړتیا او زمونږ مسؤلیت” ټاكلے شوے وو۔ دا كنفرنس هر كال كولے شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس او په خاص توګه ځوانان به د حضور نبي اكرم ﷺ حېثيت نه په بشپړه توګه خبرول ??ي۔ د هغوي پاك سيرت مونږ لپاره د لارې مشال دے۔ د حضرت ﷺ په شان انسان نه راغلے دے او نه به راشي۔ د نړۍ په 100 عظيمو انسانانو كښې اولنې لمبر د حضرت محمد (ص) دے۔ لوئي څښتن د قرآن او د حضور اكرم (ص) د ژوند د لارې زمونږ لارښودنه وكړه۔ هغه ووئيل پخوا منصوبه بندي نه ده شوې ځكه په چاپېريال بد اغېز پرېوتے دے۔ د موسمياتي بدلون د لاسه منفي اغېز رامخې ته شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل مسل??ان??نو د ايمان د قوت په بنياد كاميابي ترلاسه ك??ې ده۔ هغه ووئيل هېواد كښې د اووم كلاس نه تر نهم كلاس سكولونو كښې د حضور اكرم (ص) د پاك سيرت تعليم لپاره به قانون سازي كوؤ۔ هغه ووئيل د بېلو هېوادونو مشرانو غونډه ك??ې مې د اسلامو فوبيا مسئله پورته ك??ه۔ په غربي هېوادونو كښی اوسېدونكي حضرت محمد (ص) سره زمونږ د تعلق نه خبر نه دي۔ مونږ د ټولو پېغمبرانو ادب او احترام كوؤ۔ د سلمان رشدي په ضد مسل??ان??نو غږ پورته ك??و۔ مغرب ك??ې دا تاثر رامخې ته كېږي چې مسل??ان??ن آزادۍ سره د رائې څرګندولو په ضد دي او تنګ نظره دي۔ دې حوالې سره منظم مهم چلولے شوے دے۔ د مغرب يو وړه طبقه د اسلام په ضد ده۔ مونږ له به غربي هېوادونه خپل پېغمبر سره د خپل تعلق نه خبرول ??ي۔ په غربي هېوادونو كښې په هولو كاسټ خبره كېدې نه شي۔ مونږ بايد داسې كومه خبره نه كوؤ چې ورسره د نورو زړونه ازار شي۔ په نړۍ كښې يو ارب 25 كروړه مسل??ان??ن دي۔ د اسلامو فوبيا په معامله د نړۍ ټولو هېوادونو سره به رابطه كوم۔ افغانستان ٬ شام ٬ عراق كښې د لكھونو په شمېر مسل??ان??ن شهيدان كړې شول۔ هغه ووئيل پاكستان د يوې نظريې په بنياد جوړ شوے دے مونږ له دا د مدينې رياست په ډول يو فلاحي رياست جوړول وو۔ دا زمونږ ويژن او نظريه وه ۔ پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے۔ وزیراعظم عمران خان په سيرت د مقالو او كتابونو ليكونكو ته انعامونه وركړل۔ كنفرنس كښې وفاقي وزيرانو ٬ د بېلو هېوادونو سفيرانو او د بېلو مكتبه فكر علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔ د كنفرنس د پايې دستورې ته صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هم خطاب وكړو
د حضور اکرم ﷺ په شان كښې ګستاخي به په هېڅ صورت قبوله نه كړؤ۔ د وزيراعظم عمران خان د قومي رحم للعالمين ﷺ کنفرنس د پايې سېشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو