اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) كال 2022 كښې قامي اسمبلغ 47 سرکاري بلز او 15 پرائيويټ ممبر بلز منظور کړې دي ،چې پكښې 38 بلز ايکټ آف پارليمنټ جوړ شوې ، كال 2022 به پارليماني تاريخ كښې ياد ساتلې شي ځكه چې د پارليمنټ په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ټولني پسمانده طبقو سره تعلق لرونكو ميرمنو ،ماشومانو ، اقليتي ورورولۍ او خواجه سراں لپاره قامي اسمبلۍ دروازے درې ورځو لپاره پرانستلې شوي ،د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف په سپارښتنه د ايوان ډائمنډ جوبلي لمانځلې شوي او د ډائمنډ جوبلي په مناسبت سره خصوصي دستوري هم شوې چې پكښې د ټولني ټولو طبقو ګډون كړې۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د قامي اسمبلۍ اسپيکر په خاص پام لرنه د ماشومانو د حقونو تحفظ لپاره وړومبې پارليماني کاکس جوړ شوې ۔كال 2022 كښې موسمي بدلون چيلنجونه رامخې ته كولو كښې پارليماني سفارتکارۍ مهم كردار ترسره كړې۔قامي اسمبلۍ موسمياتي انصاف مقدمه رامخې ته كولو لپاره ايشيا پيسيفك ريجن په غړو هېوادونو مشتمل آئي پي يو سيمينار كړې او آئي پي يو جنرل اسمبلۍ كښې موسمياتي بدلون په وجه متاثره شوي پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره هنګامي فنډ جوړولو لپاره قرارداد وړاندې كړې شوي دې نه پس کوپ 27 کنفرنس كښې لاس اينډ ډيمجز فنډ جوړ شوې كوم چې د قامي اسمبلۍ د کامياب پارليماني سفارتکارۍ عکاسي كوي۔ دې نه ځانله كال 2022 د قانون سازي اعتبار سره يو تاريخي اهميت لرونكې كال ؤ په دې كال كښې د اولسي ښیګړې لپاره ريکارډ قانون سازي شوې۔قامي اسمبلۍ ايوان كال 2022 كښې د قانون سازۍ په څانګه كښې د غير معمولي کارکردګۍ مظاهره کړې ده۔جنوري 2022 نه تر دسمبر 2022 قامي اسمبلۍ كښې 47 سرکاري بلز او 15 پرائيويټ ممبر بلز منظور کړې شوي چې پكښې 38 بلز ايکټ آف پارليمنټ جوړ شوې دې۔
كال 2022 كښې اولسي ښېګړي لپاره قامي اسمبلۍ كښي ريکارډ قانون سازي، كال 2022 كښې قامي اسمبلۍ د قانون سازۍ نه علاوه د پارلماني سفارتکارۍ په دګر مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی