اسلام آباد۔03اپریل (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي عمران نيازي صېب ته سمه وائي چې هېواد او قام دا مهال په يو نازك موړ ولاړ دے ٬نن به قام له پريكړه كول وي چې هغوي به د اجتماعي شعور لرونكو ملګرتيا كوي يا د تكبر او جذباتي پريكړو ملګرتيا كوي٬د فتنې په وړاندې سر ټېټوي بيا به اودرېږي٬د ادارو به احترام كوي يا به د خپلې انا تسكين لپاره د ادارو ماتوونكو ملګرتيا كوي۔جمهوري رويې به خپلوي يا به د عدم برداشت كلتور خپلوي۔د ګل په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان د عمران خان په بيان غبرګون كښې ووئېل اولس به د قانون نافذ كوونكو ملګرتيا كوي يا په هغوي د پیټرول بم غورځونكو ٬په عدالتونو د بريد كوونكو مرسته به كوي يا د عدليې د احترام كوونكو ٬ ده ووئېل د انصاف كوونكو مرسته به كوي يا د انصاف په نامه په خپله جذباتي پريكړو د ولاړو۔
نن به قام له پريكړه كول وي چې هغوي د اجتماعي شعور لرونكو ملګرتيا كوي يا د تكبر او جذباتي پريكرو ملګرتيا كوي۔رانا ثناﺀ الله
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری