اسلام آباد، نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه م??مود قريشي افغان اولس د ??مك??ه انساني بحران د خطر څخه ساتلو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا د بشري مرستې په باوري كولو ټينګار كړے. د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼې له م??ې خارجه وزير په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په مهال د آئرلېنډ د بهرنيو چارو او د دفاع وزير سائمن كوونے سره ملاقات وكړو. په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو، په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه م??سته زياتولو او د افغانستان په صورتحال خبر?? وكړې. خارجه وزيرانو د افغانستان په صورتحال خبرې كولو سره افغان اولس د ??مك??ه انساني بحران د خطر څخه ساتلو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا د انساني مرستې په باوري كولو ټينګار وكړو. خارجه وزير ووئيل آئرلېنډ د اروپائي ائتلاف مهم هېواد دے. ده ووئيل پاكستان آئرلېن?? سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي. په آئرلېنډ كښې ګڼ شمېر پاكستانيان مېشته دي او دوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په استحكام كښې د يو پل كردار ترسره كوي. خارجه وزير د كورونا وبا مخ نيوي په لړ كښې په كاميابې د آئرلېنډ د حكومت د تګلارې او هڅو ست??ئن?? وكړه. خارجه وزير شاه م??مود قريشي ووئيل د پاكستان او آئرلېنډ ترمېنځه د تجارت، سرمايه كارې، ماحوليات، روغتيا، قابل تجديد توان، كركيلې، سېلګرې او ټېكنالوجې په څانګو كښې د دوه اړخيزه م??ستې زياتولو پراخا موقعې موجود دي. ده د جي اېس پي پلس درجې په لړ كښې د پاكستان په ملاتړ كولو د آئر لېنډ د مشرتابه مننه وكړه. دغسې خارجه وزير په پاكستان كښې د وبائي او امنيتي صورتحال په بهترې په ټرېول اېډوائزري د نظرثانې د اقدام هم ست??ئن?? وكړه
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د آئرلېنډ خارجه وزير سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا