اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی)صدرډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاناما، پیراډائز او اوس پنډورا پېپرز د دې خبرې تصديق كړے چې د لوټ كړي دولت مني لانډرنګلپارهد زرګونو په شمېر آف شور كمپنۍ كارولې شوي۔ په هغي كښې چې د پاكستان كوم 700 كسان شامل دي د هغوي د لا قانونيت او دولت د ذريعو دې ضرور پلټنې وكړې شي۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل لوټ كړې پېسه دې بېرته راوړلې شي خو د ټېكس غلا كوونكو د دغه پناه ځايونو سره څه وكړو ؟ د يوې پېړۍ نه تر زياتې مودې د لوئيديزو هېوادونو ټېكس وركوونكې پناه ځايونه د لوټ شوي دولت د پټولو يو اوږد تاريخ لري ۔ صدر ووئيل پاكستان د خپل دولت بهر تللو مخنيوي له نظام كښې بهتري راولي۔ فيټف په دې كښې زمونږ مرسته كړې۔ زمونږ دولت ترلاسه كوؤنكو هېوادونو تر ډېرې مودې د نړۍ د بې وزلو په استحصال كولو ځان شتمند كړے۔ صدر په خپل ټويټ كښې د سكندر او قزاق ترمينځه د مكالمې حواله هم وركړه په كومه كښې چې د علامه اقبال په نزد واړه او لوي لوټ كوؤنكې يو برابر دي۔
پاناما، پیراډائز اوپنډورا پېپرز د لوټ كړي دولت مني لانډرنګ لپاره د زرګونو آف شور كمپنيو د كارولو تصديق كړے ، د صدر ډاکټر عارف علوی ټویټ
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن