اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف وئېلي دي مونږ د وړومبۍ ورځې نه دا غوښتنه كوو كه چرې اعتماد بحالول وي نو فل كورټ دې جوړ كړے شي۔د جمعې په ورځ د دفاع وزير د سپريم كورټ په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې۔د دفاع وزير خواجه آصف ووئيل بدقسمتي ده چې د انصاف متلاشي ټول قام لپاره آخري منزل هم دا دے او په دې منزل كښې دا مهال هيجاني كېفيت راپېدا شوے ۔ده ووئيل په مونږ سياستمدارو كښې پارټي بازي٬مخاصمت او جنګونه هم كېږي دا ټول د سياست برخه وي ۔ده ووئيل د سپريم كورټ كلتور د ډېر لوي او ارفع رواياتو متقاضي دے كوم څخه چې د كوم هم حكومت٬سياسي ګوند٬كومې هم طبقې باور كمزورے نه شي خو نن اعتماد متزلزل كېږي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج