اسلام آباد 10اکتوبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي د سيلاب په صورتحال به د شورو په ورځ باقاعده بحث پيل شي٬په سيلاب د بحث په مهال اړوند وزيران په ايوان كښې موجود پكار دي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بېلو غړو لخوا د سيلاب په صورتحال د بحث غوښتنې په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مونږ محسوس كړې چې د پوښتنو دمې په مهال ځينې پوښتنې ځكه موخر شوي چې اړوندو وزارتونو ځواب نه ؤ وركړے٬ د دې نه علاوه د ځينو وزارتونو وزيران او تر پارليماني سيكرټري هم موجود نه وو۔ده ووئيل خواجه آصف٬سيد خورشيد شاه او سيد نويد قمر له دا معامله په كابينه هم پورته كول پكار دي۔دا معامله د وزيراعظم په علم كښې هم راوستل ضروري دي٬ ده ووئېل وزيراعظم دې پخپله هم ايوان ته راشي ځكه چې د سيلاب له امله په ټول هېواد كښې زيان شوے دے۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن