اسلام آباد28 مئي (اے پي پي)د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)په حكومتي كچه 20 لكه مېټرك ټن او د موجوده انتظامات له مخې د نړيوال ټينډر د لارې د 10 لكه مېټرك ټن غنمو درآمد كولو٬په يوټېلټي سټورز اوړه٬غوړي٬وريژې٬دالونه او په غوړو د 100 روپو سبسډي تر نور دوو اونيو جاري ساتلو او د 90 ورځو په موخر ادائيګۍ د چين څخه د 2 لكه ټن ګرينيولر سرې درآمد كولو منظوري وركړې۔په غونډه كښې د ځينو وزارتونو او ډويژنونو لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړی شوې۔د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د خالي په ورځ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وفاقي وزير مخدوم سيد مرتضٰی محمود٬د مذهبي چارو وزير مولانا عبدالشكور٬د خزانې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك٬وفاقي سېكرټري او سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د مئي په 9مه نېټه او د مئي په 10مه نېټه د وفاقي كابينې په غونډو كښې د شوو پريكړو په رڼا كښې د 30 لكه مېټرك ټن غنم ودرآمد په طريقه كار سمري وړاندې كړی شوه۔اي سي سي د تفصيلي بحث نه پس په حكومتي كچه د 20 لكه مېټرك ټن او د موجود انتظامات له مخې د نړيوال ټينډر د لارې د 10 لكه مېټرك ټن غنمو درآمد كولو اجازه وركړې ۔اي سي سي د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ته د صوبائي حكومتونو د غنمو ضروريات په اړه هدايات هم جاري كړي ۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا په غونډه كښې پنجاب لپاره د خوراك محكمې د روژې پیكج له مخې اوړو لپاره د مالي معاونت په اړه سمري وړاندې كړی۔ دغسې اي سي سي پريكړه كړې كه چرې د پنجاب كابينې د سبسډۍ منظوري ورنه كړه نو په دې صورت به وفاقي حكومت شارټ فال پوره كوي خو د پنجاب حكومت به دا خبره باوري كوي چې كله هم د صوبائي كابينې غونډه وشوه نو په هغې كښې به د سبسډۍ منظوري وركولې شي۔په غونډه كښې د پاكستان اټامك انرجي كمېشن لخوا د كے ټو تعميراتي موده كښې د 30 نومبر 2020 څخه 21 مئي 2021 كولو او كے تهري موده د 30 ستمبر 2021 نه د 18 اپرېل 2022 كولو په اړه سمري هم وړاندې كړی شوه ٬ دغسې چې زيرالتوا 383 ملين ډالره قرض څخه فنډز ترلاسه شي٬د دې قرضې موده په 3 جون 2022 ختمېږي او د دې لپاره د كنټريكټ مرستې وعده د چين ايګزم بينك كړې ۔په غونډه كښې د يوټېلټي سټورونو لپاره د وزيراعظم رېليف پېكج تر مئي او جون پراختيا سمري وړاندې كړی شوې۔اي سي سي د تفصيلي بحث نه پس په يوټېلټي سټورونو په اوړو ٬غوړي٬وريژو او دالونو د 100 روپو سبسډي تر نورو دوو اونيو جاري ساتلو اجازه وركړه٬د خزانې وزارت پي اېم رېليف پیكج 2020 له مخې د تېرو مياشتو واجب الاادا فنډز هم جاري كړے شو ۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت لخوا ټريډنګ كارپورېشن آف پاكستان د لارې د چين څخه د سرې درآمد سمري وړاندې كړه ۔دغسې اقتصادي رابطه كمېټۍ د تفصيلي بحث نه پس د چين څخه د 90 ورځو په موخر ادائيګۍ د 2 لكه ټن ګرينيولر سرې درآمد كولو منظوري وركړې ۔په غونډه ګښې د توان وزارت لپاره د 62.27 اربه روپو٬د مذهبي چارو وزارت لپاره 2.44 اربه روپو٬د كورنيو چارو وزارت لپاره د 107.84 ملين روپو٬د قانون او انصاف وزارت لپاره د 200 ملين روپو٬د هاؤسنګ اينډ وركس وزارت لپاره د 53.91 ملين روپو او 280 ملين روپو٬پاور ډويژن لپاره د 50 اربه روپو او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام لپاره د 24 اربه روپو تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري وركړې شوې ۔
اقتصادي رابطه كمېټۍ د 30 لكه مېټرك ټن غنمو او د چين څخه د 2 لكه ټنه ګرينيولر سرې درآمد كولو منظوري وركړه٬په يوټېلټي سټورز اوړه٬غوړي٬وريژې٬دالونه او په غوړو 100 روپۍ سبسډۍ كښې د نورو دوو اوونيو پراختيا
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون