اسلام آباد/جدہ۔15جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبد الشكور په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي هركلې وكړو او ده سره يۍ د حج 1444ھ انتظاماتو حوالې سره يوه لوظنامه لاس ليك كړه۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې يو عهدېدار ووئيل چې د حج اېکسپو 2023 په موقعه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير د پاكستان په شمول د 25 نه زياتو هېوادونو پلاويو سره ملاقاتونو كښې د همكارۍ يو شمېر لوظنامې لاس ليك كړې۔ حج ایکسپو2023 حج او عمرې سره اړونده تر ټولو لويه اجتماع وه۔ په دې كښې 57 نه زياتو هېوادونو څخه د 60,000 استازو په شمول مملكت او بهر څخه د سركاري او نجي څانګو 81 مقررینو او د حج او عمره كمپنيو 200 مشرانو ګډون وكړو۔ دا لويه اجتماع د تصوراتو ٬ نظرياتو ٬ ايجاداتو او تجربو يو بل سره د ګډولو موقعه وه او دې ټولو هېوادونو لپاره د خپلو لوظنامو لاس ليك كولو او د حج او عمرې سيزن څخه وړاندې د خپلو وګړو په چارو د خيالاتو څرګندونه كولو يو پلېټ فارم برابر كړو۔ د دې مقصد د خدماتو دائره پراخه كول او د سعودي ويژن 2030 هدفونه ترلاسه كول وو۔ دې څخه وړاندې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا اعلان شوے وو چې د روان كال 1444 هجری حجاج کرامو شمېره به د عمر كوم بندېز نه لرې د كورونا وبائي رنځ څخه د وړاندې په څير كړې شي۔
د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د حج 1444ھ انتظاماتو لوظنامه لاس ليك شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد