اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو ??رداري د وزيراعظم د ميثاق معيشت په وړاندېز د اپوزيشن پشمول د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق زور رواړلو سره وئيلي دي په بجټ جوړولو كښې د هېواد د ټولو سياسي ګوندونو اوټاكلو استازو مشاورت او وړاندېزونه ډېر اهميت لري٬ لاس په دعا يو چې وزيراعظم هېواد د مسئلو نه په خلاصولو كښې كامياب شي٬ د هېواد په هر ډويژن كښې دې د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ له مخې آئي ټي پارکس جوړ كړے شي٬ دغې لپاره دې د ګلګت د غرونو نه د هېواد تر ګوټ ګوټ براډ بينډ تيز ترين انټرنيټ سروس وركړے شي٬ د توان بحران دې د ځائي وسائلو څخه ختم كړے شي ٬ نمر او د تجديد وړ توان ودې لپاره دې وزيراعظم د لابيز لاره نيولو كښې خپل كردار ولوبوي٬ مونږ به ئې بشپړه مرسته كوٶ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كال 25-2024 په بجټ بحث كښې ده وو??يل د بجټ د لارې به زمونږ هڅه وي چې اولس ته رامخې ته مسئلې حل كړې شي۔ ده وو??يل مونږ اولس ټاكلي يو ٬ مونږ خبر يوو چې د پاكستان اص?? مسئلې څه دي٬ اولس دې خبرې سره هېڅ غرض نه لري چې زمونږ سياسي اختلاف څه دے٬ څوك په زندان كښې دي او څوك نه دي٬ ده وو??ېل د اولس اص?? مسئله ډوډۍ٬ جامه او كور دے ۔ ده وو??يل د هېواد اص?? مسئلې معاشي بحران٬ غربت او زياتېدونكې ګرانې ده٬ اولس د ايوان او حكومت څخه دا هيله لري چې دوي به زمونږ بنيادي مسئلې حل كولو ته پام لرنه وكړي او خپلې ذاتي او سياسي مسئلې به يو خوا ته كېږدي۔ ده وو??يل شهباز شريف تېر ځل هم او دا ځل هم د ميثاق معيشت خبره كړې ٬ كه مونږ له د پاكستان پخوانۍ مسئلې حل كول دي نو د دغې ميثاق معيشت نه غېر حل ممكن نشته٬ مونږ له به په خپل مېنځ كښې په مشاورت او اتفاق سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده وو??يل اوړه٬ پېټرول او د نورو خوراكي توكو بيعه پنځه شپږ كاله وړاندې چې كومه وه هغه اوس زياته شوې٬ وړاندې چې به د يو كس په 35 زره روپۍ ګزاره كېده اوس ھغه 70 زره روپو ته اړتيا لري۔ ده وو??يل حکومت د مبارکۍ حق لري چې څه ګراني ئې كمه كړې خو ده٬ زه هيله لرم چې حكومت به دا هڅې روانې اوساتي ٬ ده وو??ېل كه حكومت په ګرانۍ قابو موندلو كښې بريالے شو نو دا به لوئي اقدام وي۔ ده وو??يل زه حكومت له باور وركوم چې د ګرانۍ مقابلې او د هېواد د معيشت بحالۍ لپاره به مونږ د حكومت مرسته كوٶ
د مسائلو حل لپاره د معيشت ميثاق ضروري دے ٬ مونږ له په مشاورت مخ په وړاندې تلل دي۔ بلاول بھټو زرداري
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina