اسلام آباد 03 جون (اے پي پي﴾د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي حكومت 40 زره څخه لږ آمدن لرونكو له دوه زره روپۍ د مياشتې سبسډي وركوي٬عمران خان د عدم اعتماد د يرې د آئي اېم اېف لوظ نامې څخه انحراف كړے٬د هغه د غلطو لوظ نامو په وجه نن اولس ستونزو سره مخ دے٬وزيراعظم د حكومت سنبهالولو سره د سرمايه كارو مسئلې حل كړي٬په هېواد كښې د سرمايه كارۍ لپاره د بهرنيو سرمايه كارو باور بحال شوے ٬مونږ به د هېواد څخه د مافياز او كارټلز خاتمه كوو٬دا سخت وخت به ډېر زر تېر شي۔د جمعې په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وفاقي وزيرې ووئيل زمونږ لپاره ډېره آسانه وه چې هېواد مو په بحرانونو كښې نګران حكومت ته سپارلے ؤ ٬مونږ ته د خپل سياست بچ كولو پريكړه آسانه وه خو مونږ د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه۔دې ووئيل په كال 2013 كښې به د برېښنا 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كېدو٬مونږ هغه وخت هم چېلنج قبول كړے ؤ او لوډ شېډنګ مو ختم كړے ؤ ٬مونږ دا مهال د هېواد معيشت سمولو چېلنج سره مخ يو۔دې ووئيل د عمران خان په دور كښې تر يو كال كاروبار بند ؤ ٬كاروباري ورورولي د مايوسۍ ښكار وه۔د كرايې ترجمان به وئېل مونږ به آئي اېم اېف ته نه ځو٬ دې ووئېل هغوي په خپل دور كښې پنځه وارۍ د خزانې وزيران٬اووه ځله د اېف بي آر چيئرمېن او شپږ ځل د خزانې سېكرټري بدل كړے٬نن چې څوك په ګرانۍ چغې وهي٬هغوي عمران خان د كاركردګۍ په بنياد وزارتونو څخه ويستلي۔د اطلاعات وزيرې ووئيل كله چې هغوي معيشت تباه كړو نو په كمزورو بنيادونو ئې د آئي اېم اېف سره په سختو شرطونو لوظ نامې كړي ٬د هغې وخت د خزانې سېكرتري وئېلي وو چې دا لوظ نامه غلطه ده نو هغه يې د چوكۍ څخه اخوا كړو٬هغه د اولس خبره كوله چې د آئي اېم اېف شرطونه دې پارليمان ته راوړلے شي۔دې ووئيل عمران خان نن وائي چې مونږ ګورو چې څه كېږي خو دا څه چې روان دي د هغه د غلطو پالېسو نتيجه ده۔دې ووئيل د هغه په ضد چې د عدم اعتماد تحريك راغلو او چې كله هغه ته معلومه شوه چې زما په ضد د عدم اعتماد تحريك كاميابېږي نو هغه د آئي اېم اېف د لوظ نامې څخه انحراف وكړو او په پېټرول ئې غېر قانوني سبسډي وركړه د كومو لپاره چې په خزانه كښې روپۍ نه وې۔وفاقي وزيرې ووئيل اولس د هغه دروغ او منفاقت كتلے ۔د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان لانګ مارچ وكړو خو چې خبر شو زما سره څومره كسان راغلې نو د ډي چوك څخه وتښتېدو۔وفاقي وزيرې ووئيل د دغې كرپټ ډلې په ضد د پاكستان اولس راپورته شوے٬اوس په دروغو وئېلو اولس نادانه كولې نه شي۔وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د ټول هېواد وزيراعظم دے٬هغه د ټول هېواد خبره كوي٬دې ووئيل د وفاق يوې برخې د خېبرپښتونخوا پوليس د پنجاب او وفاق پوليس سره جنګولي٬د عمران خان په وېنا دا هر څه شوي٬اولس اوس د عمران خان د دروغو او منافقت څخه تنګ شوے ۔مريم اورنګزېب ووئيل د شوكت ترين آخري پرېس كنفرنس ؤ چې هغه وئېلې وو چې هره مياشت به د پیټرول يو ليټر بيعه 30 روپۍ زياتولې شي٬ 17 فيصد جي اېس ټي به لګولې شي اوس دروغ وائي۔دې ووئيل څوك چې نن په ګرانۍ ليكچر وركوي هغه به وئېل زه د ټماټر٬پياز بيعې لپاره نه يم راغلے۔د عمران خان په دور كښې د برېښنا يو يونټ بيعه 26 روپو ته رسېدلې دغسې د ګاز او نورو څيزونو بيعه هم زياته شوې۔دې ووئيل وزيراعظم د پیټرول بيعه زياتولو څخه وړاندې د رېليف پېكج وئېلي وو څوك چې د 40 زره څخه كمه تنخا اخلي هغه له به د مياشتې دوه زره روپۍ سبسډي وركولې شي۔دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د سرمايه كارو مسئلې په دوه ورځو كښې حل كړي۔دې ووئيل عمران خان به وئېل زما ژوند او مرګ په پاكستان ګښې دے خو د هغه بچي چرته دي۔دې ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال هغه اولس د غريبۍ٬بې روزګارۍ او ګرانۍ سره مخ كړے۔دې ووئيل عمران خان له به د دې ټولو پوښتنو ځواب وركول وي
حكومت 40 زره څخه لږ آمدن لرونكو له دوه زره روپۍ د مياشتې سبسډي وركوي٬عمران خان د عدم اعتماد د يرې د آئي اېم اېف لوظ نامې څخه انحراف كړے ٬د هغه د غلطو لوظ نامو په وجه نن اولس ستونزو سره مخ دے ۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ