اسلام آباد۔ 10اکتوبر (اے پی پی) د پاك فضائيه مشر ايئرچيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د پاك فضائيه پخواني مشر او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ پخواني چيئرمېن ايئر چيف مارشل فاروق فېروز خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوئې څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د پي اے اېف ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز لمخې ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د پاک فضائیه د پخواني ایئر چیف مارشل فاروق فیروز خان پېشه وره كاركردګي ستائلو سره ووئيل د هغه كردار به د پاكستان ایئر فورس افسرانو ، ایئر مېنز او عام وګړو لپاره د لارې مشال وي۔ فاروق فېروز خان د كال 1939 اګست مياشتې په 17 مه نېټه زېږېدلې ؤ۔ هغه د 1965 او 1971 په جنګونو كښې برخه اخستې وه او د غوره خدماتو په ترسره كولو هغه ته ستاره بصالت وركړې شوې وه۔ فاروق فېروز خان دې سره سره نشان امتیاز ( ملټری)، هلال امتیاز (ملټری) او ستارہ امتیاز (ملټری) هم ترلاسه كړې وه۔ فاروق فېروز خان د 9 مارچ 1991 نه تر 8 نومبر 1994 د پاك فضائيه مشر او د 10 نومبر 1994 نه تر 9 نومبر 1997 د چیئرمېن جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټی په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې وې۔ ارواښاد په كال 91-1990 كښې د پاكستان هائي فېډرېشن صدر هم پاتے شوے ؤ۔
د ايئرچيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د پاك فضائيه پخواني مشر فاروق فېروز خان په مړينه د افسوس څرګندونه
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا