اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د اطلاعاتو وزارت ذېلي ادارو كښې اصلاحاتي عمل به تندۍ سره ترسره شي۔ پی ټی وی به اېچ ډی، اے پی پی به ډیجیٹل نیوز او د پی آئی ډی اشتهارونو عمل به لا غوره او پېپر لېس جوړولے شي۔ د پی ټی وی انګلش چېنل بنياد به ډېر زر كېښودلے شي۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن سباؤن كښې اطلاعاتو وزارت او د دې په ذېلي ادارو كښې د اصلاحات حوالې سره خپل ټويټ كښې ووئيل د اطلاعاتو وزارت كښې د اصلاحاتو كومه لړۍ چې په 2018 كښې پېل شوې وه هغه به يو وارې بيا پېل كولې شي۔ د جون اولنې نېټۍ نه به پي ټي وي نيوز په اېچ ډي چلولې شي۔ د روان كال په مهال به پي ټي وي سپورټس هم اېچ ډي كړې شي۔ دغسې د نوي انګلېسي چېنل بنياد كېږدو۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د کراچۍ او لاهور اسټوډيوز به پي پي پي موډ كښې رينوېټ كولې شي او اے پي پي به ډيجيټل نيوز ايجنسي جوړوؤ۔ د پي آئي ډي او اشتهاراتو نظام په بشپړه توګه پېر لېس كولو له ګامونه پورته كول پېل شوي دي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل پرنټ او ټي وي ميډيا سره تړلې خبريالانو ته به د وزیراعظم هاؤسنګ پراجېکټ نه ذاتي كور او صحت كارډ وركوؤ۔ د تنخاګانو ادائيګي لازمي كولو له قانون سازي او انشورنس راوړؤ۔ هغه ووئيل پرېس كلب ته آسانۍ وركول به هم زما پالېسي وي۔ هغه زياته كړه چې د ډيجيټل ميډيا به بشپړه مرسته كوؤ۔
د اطلاعاتو وزارت ذېلي ادارو كښې اصلاحاتي عمل به تندۍ سره ترسره شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis