اسلام آباد 11 فروری (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز وئيلي دي بحر هند كښې د اتومي وسلو تنصیب او عسکری هلو ځلو سره سيمه ايز امن او استحکام ته خطر دے ، مونږ د خپلو قامی ګټو څخه بشپړه خبر او د زيات شوي میری ټائم امنيتي چیلنجونو مخنيوي صلاحیت لرو ،پاکست??ن به په زمكه او سمندر كښې د خپلو ګټو او دفاع په غرض سمندری لارې پانستې ??اتلو له بحری موجودګی په ځائې ساتي۔ پاکستان د بحر هند دريم مهم هېواد دے۔حکومت سمندر كښې امنيت باوري كولو له ټول ضروری اقدامات کوي۔ د خالي په ورځ کراچۍ كښې 7م میری ټائم نړيوال کنفرنس پرانستې ??ستورې ته خپل خطاب کښې ده ووئيل د ټولې سيمې ګټې له بحرهند امناكه او د سوكالۍ مرکز جوړولو ته اړتيا ده۔ د بحر هند اهمیت رامخې ته كولو سره سرتاج عزیز ووئيل بحر هند مينځنۍ اسياﺀ ، افریقه او آسټریلیا د اروپا سره تړي۔ ده ووئيل د بحر هند سیاسی او معاشی لحاظ سره اهميت لري۔ دا نه يواځې مينځنې ختيز ، سوئيلي اسياﺀ ،افریقې ترمينځه د رابطې ذریعه ده بلكه نړۍ كښې د تیل او ګاز 30 فیصده پانګې په دې سيمه كښې موجود دي۔ده ووئيل د نړيوال تجارت لويه برخه د بحر هند په سمندری لارو كېږي۔ خارجه سلاكار ووئيل پاکستان زياتره تجارت په بحر هند كوي۔ سيمه كښې د اقتصادی پرمختګ پراخه موخې شته دلته مونږ هر ډول میری ټائم امنيتي چیلنجونو مخنيوي له چمتو يو۔ ده د ټولې سيمې ګټې لپاره بحرهند د امن او سوكالۍ مرکز جوړولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل سمندر كښې محاذآرائی سره به د پرمختګ عمل وځپلې شي۔ سرتاج عزیز ووئيل پاکستان د سيمې میری ټائم امنيت كښې مهم کرادار ترسره كوي۔پاکستان د کولېشن میری ټائم کمپئین پل??ن برخه ده۔
بحر هند كښې د اتومي وسلو تنصیب او عسکری هلو ځلو سره سيمه ايز امن او استحکام ته خطر دے
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2