اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د ضم شوو سيمو په اړه د راروان كال په بجټ كښې ځائې مشرتابه او د اولسي نمائندګانو په مشاورت سره هغه پروژو ته پام لرنه وكړئ كومو ته چې اولس سمدستي ضرروت لري ،د ??رم??تګ عمل دې د اولس په مرسته مخ په وړاندې بوتلل شي، 48 اربه روپۍ ريكارډ ??رم??تيائي فندز وركول د ضم شوو سيمو تعمير او ??رم??تګ لپاره زمونږ د عزم ښكاره ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ?? شورو په ورځ ضم شوو سيمو كښې د ??رم??تيائي پروژو پيش رفت په اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري، د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمود ??ان?? د اطلاعات وزير مملكت فرخ حبيب، د خزاني صوبائي وزيرِ تيمور خان جھګړا، د قامي اسمبلۍ غړو ګل داد ??ان?? ګل ظفر ??ان?? ساجد ??ان?? محمد اقبال آفريدي، ملك فخر زمان او د اړوندو وفاقي او صوبائي حكومتونو سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې ضم شوو سيمو كښې په روانو ??رم??تيائي پروژو د پيش رفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔غونډي ته ووئيل شول د ضم شوو سيمو په اړه تر اوسه د 217 منصوبو منظوري وركړې شوې چې پكښې د تعليم، صحت، مواصلات، آوبه خور ، سپورټس، لاء اينډ جسټس، زراعت، توان ، د څښلو پاكو اوبو وغيره په شان نوري پروژي شاملي دي۔په غونډه كښې د وفاق د اړخه ضم شوو سيمو لپاره جاري روپۍ او تر اوسه د خرڅونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيرِ اعظم د غونډي مشرۍ كولو سره ووئيل حكومت د ضم شوو سيمو تعمير او ??رم??تګ لپاره لوظي دے۔ده ووئيل سخت مالي حالات او د كورونا باوجود روان كال لپاره د وفاق د اړخه ضم شوو سيمو لپاره 48 اربه روپۍ ريكارډ ترقياري فنډز وركول زمونږ د عزم ښكاره ثبوت دے۔ وزيرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې ضم شوو سيمو په اړه راروان كال بجټ كښې د ځائې قيادت او اولسي نمائندګانو په مشاورت سره هغه پروژو ته پام لرنه وكړئ كومو ته چې اولس سمدستي ضرورت لري ۔ وزيرِاعظم سپارښتنه وكړه چې د ??رم??تيائي پروژو پيشرفت مانيټرنګ او مقرره اهداف په وخت ترلاسه كولو له دې وفاق او د صوبائي حكومت په نمائندګانو اډانه كمېټي جوړھ كړې شي۔ وزيراعظم په غونډه كښې موجود ټاكلو نمائندګانو ته سپارښتنه وكړه چې ضم شوو سيمو كښې روان ??رم??تيائي عمل په اړه اولس سره ملګرتيا وګړې دغسې چې ??رم??تيائي عمل د اولس په مرسته مخ په وړاندې بوتللے شي۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ضم شوو سيمو كښې د پرمختيائي پروژو پيش رفت په اړه د جاج اخستلو غونډه۔ د راروان كال بجټ كښې به د ځائې مشرتابه او د اولسي نمائندګانو په مشاورت به د ضرورت منصوبو ته پام لرنه كولې شي
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha