اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب اما??ات سفير حماد عبېد ابراهيم د زيارت په ورځ په دبئي كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو خبرې شوي. د اما??ات سفير متحده عرب اما??ات ته په راتګ د خارجه وزير هركلے وكړو. خارجه وزير ووئيل متحده عرب اما??ات تل پاكستانو وروڼو سره د خاص مينې څرګندونه كړې. په پاكستان كښې د روغتونو په جوړولو او نورو پرمختيائي چارو كښې په مرسته كولو د متحده عرب اما??ات مننه كوو. ده ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورول?? اړيكې لري كومې چې زمونږ تاريخي، كلتوري، ادبي، معاشي او اقتصادي اړيكو لا قوي كړي. شاه محمود قريشي ووئيل زه باور لرم چې په سباٶن كښې به د پاكستان او اما??ات اړيكې لا قوي شي. په پاكستان كښې د اما??ات سفير حماد عبېد ابراهيم د خارجه وزير مننه كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې قوي كولو لپاره د بشپړه هڅو كولو باور وركړو. په دې موقع په دوبئي كښې د پاكستان قونصل جنرل احمد امجد علي هم موجود ؤ
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم ملاقات
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری














