اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) ??ار??ه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ شريك سباٶن او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ودې له پاكستان او اروپائي ائتلاف له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده،٬ د كشمير كشاله د سوئيلي آسيا د ا??ن په لاره كښې لوي خنډ دے٬ د پا??ستان د سيمه ايز استحكام وژن بشپړتيا لپاره په افغانسان كښې امن ضروري دے۔ ??ار??ه وزير دا خبرې د اروپائي پارلمان د ??ار??ه چارو كمېټۍ چيئرمېن ډیوډ مېك السټر په بلنه د پارلمان د ??ار??ه چارو كمېټۍ غونډې ته ورچوئل وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع ??ار??ه وزير ووئيل پاكستان ارواپائي ائتلاف سره د نتيجې وړ او تعميري شراكتدارۍ له خوښې لري۔ ??ار??ه چارو لپاره قامي اسمبلۍ ??ښې د قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك احسان اللہ ټوانه، وزير مملكت زرتاج ګل٬ وزير مملكت فرخ حبېب٬ پارلماني سېكرټري عندليب عباس٬ ملیکا بخاري، لال چن ملهي او د ??ار??ه سېكرټري پشمول د ??ار??ه وزارت لوړو پورو ??ار??ه وزير سره په ورچوئل غونډه كښې ګډون كولو۔ ??ار??ه وزیر ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه “ستراتېژك انګېجمنټ پلان” زمونږ ګڼ اخيزه اړيكې لا مستحكم كړي٬ د پا??ستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه په پارلماني كچه د روابطو د ودې خوشي لرم۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا موقعې موجود دي٬ د اروپائي ائتلاف لخوا د جي اېس پي پلس سهولت دوه اړخيزه اقتصادي او شريك تجارت له د ودس د معاونت سبب دے ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل مونږ خپل جغرافيائي سياسي ترجيحات په جغرافيائي اقتصادي ترجيحات بدل كړي۔ په دې موقع ده د كرونا په نړيوال چېلنج كښې د اروپائي ائتلاف د مرستې ستائنه وكړه او وئ وئيل د اروپائي ائتلاف لخوا پاكستان كښې د توهين رسالتۖ قوانين په ضد په قرارداد مايوسه شوې يوو۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ ??ه د مسلمانانو خاتم النبيين حضرت محمدۖ سره د جذباتي تړون ادراك پكار دے٬ د رائے د اظهار د آزادۍ په لمنه كښئ د ګردې نړۍ د مسلمانانو زړونه آزارول به په هېڅ صورت نه قبولوٶ ۔ده ووئېل د رائۍ د اظهار د آزادۍ په شا د يو مذهب د توهين او د پېروكارو د زړه ماتولو بايد اجاز ورنه كړې شي٬ د زینوفوبیا، او اسلاموفوبیا په زيات شوي رجحان تشويش لرو۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پاكستان د زړه د اخلاصه افغان امن عمل كښې د روغې جوړې كردار لوبوي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله په سوئيلي آسياء كښې د ا??ن په لاره كښې لوي خنډ دے٬ هند د پاكستان د امن خواهش شا ته غورځولے او د نړيوال قوانين خلاف ورزۍ كولو سره ئې د مقبوضه جمو و كشمير آئيني حېثيت بدل كړے ٬ په مظلومو او بې ګناه كشميريانو د هندي سركاري جاري منظم ظلمونه او آبادياتي تناسب په غېر قانوني توګھ د بدلولو لار دې ونيولې شي۔ده ووئېل د ډس انفولیب رپورټ حواله وركولو سره ??ار??ه وزير ووئيل اروپائي ائتلاف له كوم درېم هېواد له د خپلو ادارو د نامې استعمالولو هېڅ كله اجازه نه ده وركول پكار ۔ ??ار??ه وزير ووئيل پاكستان د كرونا خپرېدو لاره نيولو لپاره د اروپائي ائتلاف د هلو ځلو ستائنه كوې۔ ??ار??ه وزیر شاه محمود قريشي د وباء چېلنج مخنيوي لپاره د اروپائي ائتلاف لخوا په وخت په شوي معاونت مننه كولو سره ووئيل مونږ له به په ګډه د دې چېلنج مقابله كول وي ځكه چې هله به محفوظ يو كله چې هر كس د وباء څخه محفوظ شي۔ د هېواد د تجارت په اړه ??ار??ه وزير ووئيل تجارت زمونږ د ګڼ اړخيزه اړيكو مهمه برخه ده ٬ جی اېس پی پلس اسټیټس سره زمونږ د برآمدات حجم زيات شوے ، مونږ نېغ په نېغه د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې لپاره يو شمېر اصلاحات معرفي كړي۔ ده ووئيېل د تېرو پنځو كالو په مهال زمونږ د آئي ټي اېكسپورټ شرح 151 فيصد زياته شوې ، اروپائي ائتلاف د ډیجټائیزیشن هدفونه بشپړولو لپاره زمونږ آئي ټي هيومن ريسورس كارولې شي او مونږ په دې وروستيو كښې خاص ټېكنالوجيكل زون اتهارټي جوړه كرې چې له مخې ئې بېلا بېل رعايتونه او سهولتونه وركړے شوي چې ورسره به ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د سرمايه كارۍ لوئې موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو له پاكستان كښې د اېكسپورټ پروموشن زونز سرمايه كاري به دواړو له يو ډول ګټوره ثابت شي٬ په دې څانګه كښې مرست?? سره به د پاكستان او اروپا ترمېنځه معاشي او تجارتي وده كښې سهولت ترلاسه شي۔ده ووئېل مونږ د جي اېس پي پلس په 27 نكات نړيوال كنونشنز كښې موچر عملدرامد لپاره اروپائي كمېشن او د اروپا اېكسټرنل اېكشن سروس (ای۔ای۔اے۔اېس) سره نزدې روابطو له عزم لرو۔ دغسې د اروپائي ائتلاف د ??ار??ه چارو كمېټۍ چيئرمېن د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د ستراتېژك مرستې په اهميت رڼا واچوله او د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره ئې د اروپائي پارلمان لخوا د هر ډول ممكنه مرسته باور وركړو۔
شريك سباٶن او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ودې له پاكستان او اروپائي ائتلاف له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده، د خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي د اروپائي پارلمان د خارجه چارو كمېټۍ غونډې ته ورچوئل وېنا
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha