اسلام آباد۔01جولائی(اے پی پی) قامي سلامتيا لپاره د پارليماني كمېټۍ غونډې اولنې ناسته پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې وشو۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوله۔ د زيارت په ورځ د جاري كړي پرېس ريليز له مخې غونډه كښی د ډی جی آئی اېس آئی لخوا د هېواد سياسي او پارليماني مشرتابه ٬ لارښودو او غړو ته د مهمو خارجه چارو ٬ داخلي سلامتيا ٬ چېنلجونو ٬ منطقه كښی د رامخې ته كېدونكو بدلونونو او په خاص توګه د كشمير او افغانستان په روانه وضعه بشپړبريفنګ وركړے شو۔ ګډون كوؤنكو ته وئيل شول چې پاكستان افغان امن عمل كښې په اخلاص سره زيات مثبت او د ذمه وارۍ كردار ترسره كړے ۔ د پاكستان د بشپړه هڅو په نتيجه كښې نه يوازې د بېلو افغان ډلو او جنګيالو ګروپونو ترمينځه د مذاكرات لاره هواره شوه بلكې د امريكې او طالبانو ترمينځه هم خبرې پېل شوي ۔ مونږ په دې خبره باور لرو چې افغانستان كښی تل پاتې امن او استحكام به په سوئيلي آسيا كښې د امن او استحكام سبب وګرځي۔ غونډې ته ووئيل شول پاكستان به افغانستان كښې د اولس د حقيقي نمائنده حكومت په هره كچه هركلے كوي او افغان امن لپاره به خپل ذمه وار كردار روان ساتي۔ غونډې ته ووئيل شول د پاکستان خاوره به افغانستان كښی روانه شخړه كښې ونه كارولې شي او دا هيله څرګنده كرې شوه چې د افغانستان زمكه به هم د پاكستان په ضد ونه كارېږي۔ د افغانستان په پوله 90 فيصد د ازغن تار لګولو كار بشپړ شوے او د كسټمز او بارډر كنټرول فعاله نظام هم جوړ كړے شوے ۔ سیاسی او پارليماني مشرتابه په بريفنګ د اطمينان څرګندونه وكړه او افغانستان كښی ئې امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په بريفنګ كښې د پوښتنو او ځوابونو سېشن هم شامل ؤ په كوم كښې چې غړو خپل سفارشات وړاندې كړل۔ دا سفارشات به د سېكورټي پالېسۍ مهمه برخه ګرځولې شي۔ غونډه كښې د حزب اختلاف لارښود شهباز شريف ٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي ٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد ٬ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم ٬ د قامي اسمبلۍ غړو بلاول بھټو زرداری، اسد محمود، ډاكټر خالد مقبول صدیقی، خالد حسین مګسی، محمد اختر مینګل، غوث بخش خان مهر، امير حیدر اعظم خان، نوابزادہ شاہ ذین بګټی، د سېنېټ غړو سېنېټر شیری رحمان، سېنېټر اعظم نذیر تارړ، سېنېټر انوار الحق کاکړ، سېنېټر مولانا عبدالغفور حیدری، سېنېټر سید فیصل علی سبزواری، سېنېټر محمد طاهر بزنجو، سېنېټرهدایت اللہ خان، سېنېټر محمد شفیق ترین، سېنېټر کامل علی آغا، سېنېټر مشتاق احمد، سېنېټر سید مظفر حسین شاہ، سېنېټر محمد قاسم او سېنېټر دلاور خان ګډون كولو۔ غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجرانی، ډپټی سپیکر قامی اسمبلی محمد قاسم خان سوری، وزیر دفاع پرویز خټک، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر اسد عمر، د زده كړو وفاقی وزیر شفقت محمود، د بشري حقونو وفاقی وزیر ډاکټر شیریں مزاری، وزیراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاکټر بابر اعوان، د پارليماني چارو وزير مملكت علی محمد خان او نورو غړو ګډون كولو۔ غونډه كښی د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران هم ناست وو۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ٬ د آئي اېس آئي ډي جي جنرل فېض حميد او د آئي اېس پي آر ډي جي میجر جنرل بابر افتخار په شمول د قامي سلامتيا ادارو مشرانو په خاص توګه ګډون كولو۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې قامي سلامتيا لپاره د پارليماني كمېټۍ غونډه ٬د ډي جي آئي اېس آئي سياسي او پارليماني مشرتابه ته د خارجه چارو ٬ داخلي سلامتيا ٬ داخلي چېلنجز او منطقه كښې د رامخې ته كېدونكو بدلونونو په اړه بشپړ بريفنګ
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania