اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)د منصوبه بنډۍ٬پرم??تګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي حك??مت د هېواد ټولو وګړو له د څښلو پاكو اوبو وركولو لپاره په بېړنو بنيادونو اقدامات كوي۔د وزيراعظم عمران خان سپارښتنې په رڼا كښې په ټول هېواد كښې د څښلو پاكو اوبو وركولو يوه كوټلي پروژه پېل كېږي٬حكومت د اوبو مسئلې حل له لوظي دې۔وزيراعظم عمران خان اولس ته ديامربهاشا او مومند بند لپاره د عطيې وركولو غږ كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېر?? ورځ سي ډي ډبليو پي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل لاهور د پاكستان لويې ښار دے او په دې ښار كښې د سيورېج نظام ښه كول او اولس له پاكو اوبو وركولو ته اړتيا ده۔د پنجاب حك??مت د اړخه د 67 ??رب?? 50 كروړه 36 لكه او 25 زره روپو په لاهور كښې د اوبو وركولو او وېسټ واټر منيجمنټ منصوبه وړاندې كړې شوې چر ترمخه به يې د پوهانو خذمات ترلاسه كولې شي۔ ده ووئېل دا منصوبه حتمي منظورۍ له ايكنيك ته لېږلې شوې
حكومت د هېواد ټولو وګړو له د څښلو پاكو اوبو وركولو لپاره په بېړنو بنيادونو اقدامات كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں