اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ د قزاخستان خارجه وزير مختار تليبر دي سره ټېليفوني تماس نيولې۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او قزاخستان ترمينځه د اقتصادي او تجارتي شراكتدارۍ پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان او قزاخستان د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري۔ده دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د مناسب اقداماتو په كولو او په نومبر 2021 كښې په الماتے كښې د شريك وزارتي كمېشن په وروستۍ غونډه كښې د شويو پريكړو په عملي كولو زور راوړو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دسمبر په 19مه نېټه كال 2021م كښې په اسلام آباد كښې د خارجه وزيرانو كونسل په غېر معمولي غونډه كښې د قزاخستان د لوړې كچې پلاوي په ګډون د قزاخستان د خارجه وزير مننه وكړه۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او قزاخستان ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره د مشاورت لړۍ په جاري ساتلو اتفاق وكړو
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د قزاخستان خارجه وزير مختار تليبر دي سره ټېليفوني تماس ونيولو
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔